کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون لپاره لمریز سیستم نصب شو

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون لپاره د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب کړی، چې ورسره به د روغتون برېښنايي ستونزې راکمې او د مهمو روغتیايي خدمتونو د دوام زمینه برابره شي.
دغه روغتون هر کال له ۲۰۰ زرو ډېر ناروغان درملنه کوي او شاوخوا ۴۰ زره جراحي عملیات ترسره کوي.
تر دې وړاندې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي او طبي وسایلو ته یې د زیان خطر زیات کړی و.
د روغتون طبي مشر شفیقالله فیضي ویلي، مخکې به د برېښنا پرې کېدو پر مهال له تېلو چلېدونکو جنراتورونو کار اخیستل کېده؛ خو د روغتون ټولو اړتیاوو ته یې کافي برېښنا نه شوای برابرولی.
د نوي لمریز سیستم له فعالېدو سره به د روغتون څراغونه، د هوا سړولو وسایل او مهم طبي تجهیزات په دوامداره توګه فعال پاتې شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان استازي تورهان صالح ویلي، د دغه سیستم موخه ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو له ځنډ پرته وړاندې کول دي.
نوموړي د روغتیا، زدهکړو او اوبو په برخو کې د بنسټیزو خدمتونو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې وېرونیکا بوسکووېچ پوهار ویلي، دغه پروژه به د روغتیايي کارکوونکو کاري شرایط او ناروغانو ته د خدمتونو کیفیت ښه کړي.
دغه پروژه د «افغانستان د زدهکړو او روغتیا لپاره د دوامدارې انرژۍ خدمتونو» پروګرام له لارې پلې شوې او د لمریز سیستم درې کلن ساتنیز او تخنیکي ملاتړ هم پکې شامل دی.
د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې ۷ زره او ۲۲۹ روغتیايي، ښوونیزو او ټولنیزو مرکزونو ته لمریزه برېښنا برابره شوې، چې ۵ زره او ۵۳۰ یې روغتیايي مرکزونه دي.
له دې پروګرامه تر ۵.۳ میلیونه ډېر کسان، چې شاوخوا ۲.۶ میلیونه یې ښځې دي، ګټه اخیستې ده.

