په تېرو پنځو کلونو کې ۸۶۱ ټرانسپورټي شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، په تېرو پنځو کلونو کې ۵۲۸ باروړونکو او ۳۳۳ مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

وزارت په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي، یاد جوازونه د ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم او عرضې ریاست له لوري صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د ټرانسپورټي شرکتونو سلګونو استازولیو ته هم د فعالیت جوازونه ورکړل شوي چې اوس مهال د مسافرو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې خدمات وړاندې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا