کابل پوهنتون کې د ۲۵۰۰ محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال شاوخوا ۲۵۰۰ محصلینو د فراغت غونډه د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د پیغام په لوستلو سره ترسره شوه.

په غونډه کې د لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او کلتور، اوبو او انرژۍ وزیرانو، د کابل والي مرستیال، علماوو، د پوهنتونونو مسوولینو، استادانو او د فارغانو کورنیو ګډون کړی و.

د اسلامي امارت د رهبر په پیغام کې پر اسلامي ارزښتونو، علم، اخلاقو، ملي یووالي او هېواد ته پر خدمت ټینګار شوی او فارغان هڅول شوي چې خپلې زده‌کړې د هېواد پرمختګ او ابادۍ لپاره وکاروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا