حقاني: اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدو پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې افغانستان له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار بولي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي او د ستونزو د حل لپاره پر خبرو او تفاهم باور لري.
خلیفه سراجالدین حقاني همداراز خبرداری ورکړی، که څوک د افغانستان په اړه «ناسم نیت او ناوړه اراده» ولري، باید د افغانستان له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي.
هغه د انګلیس، شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانانو مقاومتونو ته په اشاره ویلي، چې افغانستان په تېرو لسیزو کې د بهرنیو پوځي لاسوهنو پایلې تجربه کړې دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه هر ډول ستونزې باید د متقابل تفاهم، خبرو او مثبت تعامل له لارې حل شي.

