۲۴ زمری؛ د خپلواکۍ، اړیکو، اقتصاد او امنیت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ۲۴ زمري، د افغانستان د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت له «الاماره» وېب‌پاڼې سره په خبرو کې د هېواد خپلواکۍ، له نړۍ او ګاونډیو سره اړیکو، اقتصادي وضعیت، امنیت او له بهر مېشتو افغانانو څخه د بېرته ستنېدو په اړه څرګندونې کړې دي.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت ۲۴ زمری د افغانانو د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ورځ بولي او ټینګار یې کړی چې راتلونکي نسلونه باید د هېواد د آزادۍ ساتنې لپاره د تېر نسل له قربانیو، یووالي او تجربو زده کړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که څوک د افغانستان خپلواکي او ملي واکمني ګواښي یا د تېرو شلو کلونو په څېر د مداخلې هڅه کوي، افغانان به یې پر وړاندې ودرېږي او د هېواد د آزادۍ ساتنې ته به دوام ورکړي.

له نړۍ سره د اړیکو په اړه مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو سره ښې او رغنده اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې چې له اسلامي نړۍ او سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې او له ګاونډیو هېوادونو سره هم د متقابل باور پر بنسټ د همکاریو هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، له نړۍ سره د افغانستان اړیکې باید دوه‌اړخیزې وي او ټول هېوادونه باید د افغانستان د هوساینې، ثبات او اقتصادي پرمختګ اهمیت درک کړي.

مجاهد اقتصادي وضعیت ته په اشاره ویلي، اسلامي امارت پر اقتصادي بنسټونو او د عوایدو سرچینو پر پیاوړتیا تمرکز کړی او تمه لري چې دغه اقدامات به په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ودې او ځان‌بساینې لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي امنیت هم د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو بللی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د هېواد د امنیت او خلکو د آرامۍ ساتنې لپاره چمتو دي.

هغه ډاډ ورکړی چې د امنیت ټینګښت ته به دوام ورکړل شي.

له بهر مېشتو افغانانو څخه د بېرته ستنېدو په اړه مجاهد ویلي، عمومي عفوې ته په پام سره هېڅ افغان له هېواد ته د بېرته راتګ څخه نه دی منع شوی.

هغه له افغانانو غوښتي چې له وېرې پرته خپل هېواد ته ستانه شي او د افغانستان په آبادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.

مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان د هوساینې، آرامۍ او ثبات لپاره د ټولو افغانانو ګډو هڅو ته اړتیا لري او هېواد ته راستنېدونکي افغانان کولای شي له شته امکاناتو او فرصتونو ګټه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا