د مخابراتو وزیر ځوانانو ته وایي د وسلو وخت تېر شوی او له پوهې د نظام ملاتړ وکړئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي په هلمند کې د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د وسلو وخت تېر شوی او ځوانان باید اوس د نظام د ساتنې او پرمختګ لپاره له قلم او پوهې کار واخلي.

نوموړي ټینګار کړی چې ځوانان باید د دیني علومو ترڅنګ عصري زده‌کړې هم وکړي او د پوهې، زده‌کړې او مسلکي وړتیاوو له لارې د افغانستان په آبادۍ او پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا