نظري: په افغانستان کې فساد او رشوت له منځه تللي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي، په افغانستان کې فساد او رشوت په بشپړ ډول له منځه تللي او اوس د شفافو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې د پانګونې بهیر په روڼتیا سره پر مخ ځي او د فساد مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي دي.
نظري همداراز ویلي، د نړیوالې ټولنې د بشري او پراختیايي مرستو د لګولو په بهیر کې د څارنې او شفافیت کچه بېسارې ده.

