یونیسف په ۶ میاشتو کې نږدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې

یونیسف وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې، چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې.
یونیسف په افغانستان کې د جنورۍ له لومړۍ تر جون ۳۰مې په خپل شپږمیاشتني راپور کې ویلي، دغو ماشومانو ته، چې له ښوونځي پاتې ماشومان هم پکې شامل دي، د ټولنیزو زدهکړو او لنډمهالو ښوونیزو مرکزونو له لارې د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
دغه اداره وایي، په همدې موده کې شاوخوا ۷.۱ میلیونه ماشومان ښوونیز ملاتړ ته اړتیا لرله، چې نږدې ۹۰۰ زره یې بېرته راستانه شوي ماشومان وو.
یونیسف زیاتوي، په همدې موده کې یې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې هم له ماشومانو او میندو ملاتړ کړی او له روغتیايي مرکزونو څخه، چې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، له ۱۸.۹ میلیونو ډېرو کسانو اساسي روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.