په تېرو پنځو کلونو کې ۱۱۸ زره ښځو شرعي او قانوني حقونه ترلاسه کړي

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په محکمو کې ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته لاسرسی موندلی دی.

حمزه ویلي، په همدې موده کې د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د میراث په اړه د معلوماتو راټولولو او ثبت ۹ زره او ۲۱ موارد هم تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ښځو د ملکیتونو ثبت، تثبیت او اسنادو تایید په برخه کې ۱۸ زره او ۷۵۰ قضیو ته هم رسېدنه شوې، په داسې حال کې چې ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې قضیې د میراث او ملکیت اړوند اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال په خبره، د ښځو د نفقې او نورو اړوندو حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، ثابت شرعي حقونه دي او محکمې مکلفې دي چې اړوندې قضیې په دقت، بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو حقونو ته د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت تأمین او د حقونو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا