فوزیه کوفي: په کریپټو پانګونه مې کړې او له عوایدو مې بینز اخیستی

فوزیه کوفي، د پخواني حکومت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې په «کرېپټو کرنسۍ» کې یې پانګونه کړې او له ترلاسه شوو عوایدو یې د بینز موټر اخیستی دی.

کوفۍ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په کابل کې یې د یوه کتاب له عوایدو کور اخیستی دی.

د نوموړې دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي او یو شمېر کاروونکو د هغې د شتمنیو او پانګونو د سرچینو په اړه پوښتنې مطرح کړې دي.

ځینو منتقدانو هم ویلي چې د پخواني حکومت د ځینو چارواکو او سیاسي څېرو د شتمنیو او مالي سرچینو په اړه لا هم پوښتنې موجودې دي او د سرچینو روڼتیا باید روښانه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا