فضلالرحمن: افغانستان او پاکستان دې ګډ سولهییز راتلونکی جوړ کړي

مولانا فضلالرحمن ویلي، د افغانستان او پاکستان تاریخي، دیني او فرهنګي اړیکې ایجابوي چې دواړه هېوادونه د پیاوړو او سولهییزو ګاونډیانو په توګه ګډ راتلونکی جوړ کړي.
نوموړي دا څرګندونې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له لوري د اسد ۲۴مې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
فضلالرحمن ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو تاریخي او ګډې اړیکې باید د متقابلې همکارۍ، سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

