ایران: د اسلامي امارت نه‌پېژندنه به له افغانستان سره د اړیکو خنډ نه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له افغانستان سره د تهران اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي او د اسلامي امارت نه‌پېژندل به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا خنډ نه شي.

بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، ایران او افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړې او هڅه کوي چې اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت د رسمیت‌پېژندنې په اړه به له ټولو اړخونو او احتمالي پایلو تر ارزونې وروسته پرېکړه وشي.

هغه ټینګار کړی چې د رسمیت‌پېژندنې موضوع باید د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا مخه ونه‌نیسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې له امریکا سره د جګړې پر مهال د ایران اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره لا مثبتې شوې او ورسره سوداګري هم زیاته شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا