شکیب: افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدو هڅه نه کوي، خبرې او همکاري غواړي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدو هڅه نه کوي او غواړي اړیکې د خبرو، متقابل درناوي او همکاریو پر بنسټ پراخې کړي.
شکیب دا څرګندونې دوشنبه په اسلاماباد کې اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدو پنځمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
هغه وویل، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره د افغانستان اړیکې باید پر متقابل درناوي، نهلاسوهنې او ګډو ګټو ولاړې وي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د باور فضا د فشار او زور له لارې نه، بلکې د متقابل درک، دوامداره خبرو او رښتینې همکارۍ له لارې رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړه، افغانستان به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د بل هېواد امنیت او ثبات ته د زیان رسولو لپاره وکارول شي، خو په ورته وخت کې یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان امنیتي اندېښنې هم درک شي.
شکیب وویل، په سیمه کې تلپاتې امنیت متقابل باور، عملي همکارۍ، همغږۍ او د یو بل مشروعو اندېښنو ته درناوي ته اړتیا لري.
هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم وباله او ویې ویل چې سولهییز او باثباته افغانستان کولی شي د سیمهییزې نښلونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او انرژۍ په برخو کې د همکاریو زمینه پراخه کړي.
بلخوا، د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن هم په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو پر متقابل ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه وویل، ډاډه دی چې پاکستان به د افغانستان ملاتړ کوي او افغانستان به هم د پاکستان ملاتړ وکړي.
فضلالرحمن زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې کولی شي په سیمه کې د یوه پل رول ولوبوي او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې د سیمې جیوپولیټیک اهمیت په پام کې ونیسي.