هاشمي: افغان پانګه دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سیدکریم هاشمي وايي، د یوه سهامي شرکت جوړول به په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا، تولید، صادراتو او پانګونې ظرفیت لوړولو لپاره زمینه برابره کړي.
هاشمي د دغه شرکت د جوړېدو او فعالیت په تړاو د هوکړهلیک لاسلیک مراسمو کې ویلي، د اقتصادي ودې لپاره ګډ کار او د شته ستونزو ګډو حللارو ته اړتیا ده.
نوموړي ټینګار کړی چې افغان پانګه باید په هېواد کې دننه په حرکت راوستل شي او د لویو اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس له کورنیو او بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې له یاد سهامي شرکت سره یوځای شي او د هېواد په لویو اقتصادي پروژو کې ونډه واخلي.
هغه زیاته کړې، د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو برابرولو هڅې روانې دي او افغانان باید یوازې بهرنیو پانګوالو ته په تمه پاتې نه شي، بلکې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او په هغو برخو کې پانګونه وکړي چې ولس ورته اړتیا لري.