فطرت: هوښیار شئ، له خوبه راویښ شئ؛ د نظام پر وړاندې دسیسو ته ځای نشته.

قاري فصیح‌الدین فطرت، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، د هېواد خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، هغه کسان چې د بهرنیانو په لارښوونه له هېواده وتلي او اوس له بهر څخه د اسلامي نظام پر وړاندې توطئې کوي، باید پوه شي چې د اسلامي امارت پیاوړی نظام نه شي له ننګونو سره مخ کولی.

فطرت هغوی ته په خطاب کې ویلي: «هوښیار شئ او له خوبه راویښ شئ؛ د اسلامي نظام پر وړاندې د توطئو پر ځای، راشئ له خپل ولس سره په ازادۍ او عزت ژوند وکړئ.»

نوموړي ټینګار کړی چې د اسلامي امارت دروازې د یادو کسانو پر مخ پرانیستې دي او د عفوې لمن یې پراخه ده؛ خو زیاته کړې یې ده، که څوک تېروتنه وکړي، امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې سخت او کوټلی غبرګون وښيي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا