حقاني: د افغانستان ځواک په یووالي کې دی، نه په اختلاف

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د افغانستان خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، له بهرنیانو په لمسون د ولس ځورول نه د افغانیت غوښتنه ده او نه د اسلام، او له هغو کسانو یې وغوښتل چې د هېواد ناامنۍ ته لمن وهي، له داسې کړنو لاس واخلي.

حقاني ټینګار وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد امنیت ګډوډوونکو سره د مقابلې بشپړ توان لري او ویې ویل، د افغانستان ځواک په اختلاف نه، بلکې په یووالي کې دی.

هغه ټینګار وکړ چې داسې نظام او هېواد باید جوړ شي چې ټول قومونه ځان پکې شریک وبولي.

نوموړي خپلواکي یوازې یوه کلمه نه، بلکې ستر مفهوم وباله او ویې ویل چې ریښتینې خپلواکي هغه مهال معنا پیدا کوي چې په هېواد کې سراسري امنیت، اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او دوامدار ثبات ټینګ شي.

د کورنیو چارو وزیر همداراز د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پراختیا، د خصوصي سکټور ملاتړ او د دیني او عصري زده‌کړو پراختیا مهم وبلل.

هغه له مخالفینو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

حقاني ټینګار وکړ چې د خپلواکۍ ورځ باید یوازې په شعارونو او مراسمو محدوده نه شي، بلکې د خپلواکۍ د ساتنې، ملي یووالي او هېواد د ابادۍ لپاره باید عملي هڅې وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا