غزني کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کرېن چلوونکی وژل شوی

د غزني ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند قلعه جوز سیمه کې د ځمکې ملکیت پر سر د غصب کمېسیون او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو کرېن چلوونکی سخت ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، شخړه لومړی لفظي وه، خو وروسته د سیمې ځینو اوسېدونکو پر کرېن چلوونکي ډبرې ویشتلي چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونه له پېښې سره سم سیمې ته رسېدلي او شخړه یې کنټرول کړې ده.

ټپي شوی کرېن چلوونکی د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.

امنیه قوماندانۍ وايي، د پېښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او د شخړې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا