برادر او فطرت د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د آزادۍ منار ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، او قاري فصیح‌الدین فطرت، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، نن د زمري ۲۸مې، چې د افغانستان د خپلواکۍ له بېرته ترلاسه کولو سره برابره ده، په مناسبت د آزادۍ منار ته ولاړل.

دوی د آزادۍ منار په څنګ کې د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د افغانستان د خپلواکۍ ورځې درناوی یې وکړ.

زمري ۲۸مه هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په ۱۲۹۸ لمریز کال کې افغانستان د شاه امان‌الله خان په مشرۍ له بریتانیا څخه خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت، هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې هم ځانګړي مراسم ترسره کېږي او خلک د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې او ملي ارزښتونو پر اهمیت ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا