فراه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې کان استخراج پیل شو

د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د «کلري» سیمې د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې دي.

د فراه ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، چې د کان استخراج د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوی او دوه قراردادي شرکتونه به روان کال شاوخوا درې زره ټنه مالګه ترې استخراج کړي.

مسوولین وايي، د کان ټولیز استخراج ظرفیت ۱۰ زره ټنه دی او چارې به یې سږ کال شاوخوا ۳۰ او راتلونکی کال ۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د فراه سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، د کان استخراج به د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو، عوایدو زیاتولو او خصوصي پانګونې پراختیا کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو د استخراج ګڼې پروژې پیل شوې دي.

د پنجشېر سیمه‌ییزو مسوولینو هم ویلي چې اوس مهال په دغه ولایت کې د شاوخوا ۶۰۰ کانونو استخراج روان دی او نږدې دوه زره نور کانونه هم تثبیت شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا