فایق: د خلکو له آزادۍ پرته د هېواد خپلواکي بشپړه معنا نه لري

نصیر احمد فایق په خپله اېکسپاڼه کې د افغانستان خپلواکۍ په مناسبت ویلي، د خپلواکۍ ریښتینی مفهوم هغه مهال بشپړېږي چې ټول وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او آزادیو برخمن وي.
فایق ټینګار کړی، چې د هېواد ټولو وګړو ته باید سیاسي، مدني، ټولنیز او اقتصادي حقونه د قانون په چوکاټ کې خوندي وي او خلک وکولای شي د هېواد راتلونکي په اړه په ماناداره توګه ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، خپلواکي یوازې له بهرنۍ واکمنۍ څخه د خلاصون په معنا نه ده؛ بلکې د خلکو ارادې ته درناوی، د انساني کرامت ساتنه او له هر ډول تبعیض پرته د وګړو بنسټیزو حقونو ته درناوی هم د خپلواکۍ مهمې برخې دي.
فایق ویلي، د خپلواکۍ شعارونه هغه مهال بشپړه معنا مومي چې د خلکو ازادي، حقونه او اراده هم خوندي وي.
هغه په پای کې لیکلي: «د یوه هېواد خپلواکي، د هغه د خلکو له آزادۍ پرته بشپړه خپلواکي نه ده.»

