ایران د کرمانشاه له لارې افغانستان او ترکیې ته د عراق د نفتي محصولاتو لېږد پیل کړ

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د عراق نفتي محصولات د افغانستان او ترکیې پر لور د ایران د کرمانشاه ولایت له لارې د رېل‌پټلۍ په وسیله لېږدول پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۵۰ زره ټنو په وزن لومړۍ محموله د کرمانشاه له رېل‌پټلۍ حرکت کړی او ټاکل شوې چې د عراق نفتي محصولات له همدې لارې افغانستان او ترکیې ته ولېږدول شي.

د دې بهیر پیل به په سیمه‌ییزو ترانزیټي لارو کې د ایران موقعیت پیاوړی کړي او د عراق، افغانستان او ترکیې ترمنځ د توکو لېږد ته به زمینه برابره کړي.

د رېل‌پټلۍ له لارې د نفتي محصولاتو لېږد به د انتقال لګښتونه راکم او د سوداګریزو محمولو د لېږد بهیر به هم اسانه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا