پزشکیان خپلو چارواکو ته: له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ خنډونه لرې کړئ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له دولتي ادارو غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې شته ستونزې حل کړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د ایران د دولت په غونډه کې ویلي، له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکول د تهران له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او سوداګریزې اړیکې باید له اوسني حالت څخه لوړې شي.
په غونډه کې افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د وروستي سفر په اړه هم راپور وړاندې شوی.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي همکاریو له پراختیا هرکلی کړی او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.
ایراني چارواکو همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله شته ستونزې ارزولې دي.
د ګمرکي چارو، توکو په لېږد کې ځنډ او سرحدي دروازو کې د تګ راتګ ستونزې هغه موارد بلل شوي چې باید ورته حللارې ولټول شي.
پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې باید لا پیاوړې شي او اړوندې ادارې دې د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیا لپاره شته خنډونه لرې کړي.
ایران او افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دي او د سرحدي او ګمرکي چارو اسانتیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد او اقتصادي همکاریو کچه نوره هم لوړه کړي.

