افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د افغانستان او بلاروس اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ګډې کمېسیون دویمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د بلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف په ګډه مشرۍ، د دغه هېواد په پلازمېنه منسک کې ترسره شوه.
په غونډه کې د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، کرنې او مالدارۍ برخو کې د همکاریو پیاوړتیا، نوې ټکنالوژۍ لېږد، کرنیزو ماشینونو واردول او په افغانستان کې یې مونتاژ او بستهبندي، د کیمیاوي سرو تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پروسس او د صنعتي ماشینونو جوړول وڅېړل شول.
دواړو لورو په ګډو پانګونو، فابریکو جوړولو، ګډو پروژو عملي کولو، افغان متخصصینو ته د زدهکړو زمینه برابرولو او تجربو او ټکنالوژۍ لېږد په اړه هم خبرې وکړې او بلاروسي لوري په یادو برخو کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په افغانستان کې د صنعتي ماشینونو تولید، بلاروسي بازارونو ته د افغان محصولاتو لاسرسي، ګډو سوداګریزو نندارتونونو جوړولو او د افغانستان د کانونو استخراج او پروسس برخه کې د بلاروسي شرکتونو پانګونې لپاره د فرصتونو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
همداراز، په افغانستان کې د نفتو استخراج او تصفیې، د نفتو محصولاتو واردولو، سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګونو لپاره د بانکي اسانتیاوو او د پیسو لېږد مناسب میکانیزمونو پر رامنځته کولو هم بحث وشو.
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د غوښې او شیدو ورکوونکو غواوو نسل اصلاح، لبنیاتو پروسس، کیمیاوي سرو تولید، حیواني درملو او واکسینونو جوړول، تخنیکي کارکوونکو روزنه، د بلاروسي درملو واردول او افغانستان کې د درملو تولید برخه کې پانګونه هم وڅېړل شوه.
په پای کې، دواړو لورو د مطرح شویو موضوعاتو او هوکړو د تعقیب او عملي کولو لپاره د معینانو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه وکړه.
دغه ګروپ به د شوې هوکړې عملي کېدل تعقیب او د ګډو پروژو لپاره د لازمې همغږۍ زمینه برابروي.
د افغانستان او بلاروس اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ګډ کمېسیون هر کال یوه غونډه کوي او دواړو خواوو په دې ناسته کې د همکاریو پر دوام او ګډو ژمنو عملي کولو ټینګار وکړ.

