حقاني: محصلان د افغانستان مهمه پانګه ده

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون یوې غونډې ته ویلي، چې محصلان د هېواد مهمه پانګه ده.
هغه د زدهکړو، څېړنې او نوښت پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې محصلان کولای شي د افغانستان د پرمختګ، ځانبساینې او ابادۍ لپاره پر محرک ځواک بدل شي.

