افغانستان او ایران په فراه کې د ۵ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او ایران سوداګرو په فراه ولایت کې په یوه غونډه کې د سمنټو په برخه کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

له دغو تړونونو څخه یو یې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۵۰ زره ټنه سمنټو پېرلو په اړه دی او ټاکل شوې چې نور تړونونه هم په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

په غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا، د سوداګریزو موټرو تګ‌راتګ زیاتوالي او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

همداراز، دواړو لوریو د درېیو پخوانیو تفاهم‌لیکونو پر عملي کولو او روغتیا او سوداګرۍ برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم هوکړه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا