هند کابل ته طبي مرسته ولېږله؛ له افغان ولس سره د ملاتړ پر دوام ټینګار

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته طبي توکي سپارلي او ویلي یې دي چې له افغان ولس سره به خپلو بشري او روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه طبي مرسته په کابل کې یوه روغتون ته سپارل شوې ده.

د هند په وینا، دا اقدام له افغان ولس سره د بشري او روغتیايي ملاتړ د دوام په لړ کې ترسره شوی دی.

هندي چارواکي وایي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې اړین طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا