فاریاب کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۶ کسان ټپیان کړل

د فاریاب مسوولین وایي، د شیرینتګاب ولسوالۍ په یوه کور کې تېره شپه شاوخوا لس بجې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي، چې ۹ ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د مسوولینو په وینا، په ټپیانو کې د ځینو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ګاز ډبو د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

