امنیتي ځواکونو د حسیب قوای مرکز ۱۳ ملګري ژوندي نیولي

امنیتي سرچینې وایي، چې نن د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د «اختطافګرو او تش په نوم مقاومت جبهې» قوماندان حسیب قوای مرکز وژل شوی او ۱۳ ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، حسیب قوای مرکز تازه له پاکستانه افغانستان ته راستون شوی و او ادعا کېږي چې د پاکستاني استخباراتو په لارښوونه یې د اختطافونو، باج اخیستنې او د خلکو ترمنځ د امنیتي اندېښنو رامنځته کولو پلان درلود.

