عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته لار وموندله؛ لومړنۍ افغانتوکمې ښځه

د امریکا د کانګرس د ۱۴مې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې افغانتوکمې سیاستوالې عایشه وهاب له خپلې سیالې ملیسا هرنانډز څخه ډېرې رایې ترلاسه کړې او د امریکا د استازو جرګې ته بریالۍ شوه.
په دې بریا سره وهاب د افغانستاني ریښو لرونکې لومړۍ ښځه شوه چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
د رایو شمېرنې له خپرو شویو شمېرو سره سم، وهاب د ۱۴مې حوزې خالي څوکۍ وګټله.
دغه حوزه د سانفرانسیسکو او سانخوزه ښارونو ته نږدې سیمې رانغاړي او د ډیموکرات ګوند لپاره له پیاوړو حوزو ګڼل کېږي.
نوموړې به له قانوني پړاوونو او لوړې وروسته په استازو جرګه کې د دې سیمې استازیتوب وکړي.
عایشه وهاب تر دې وړاندې د کالیفورنیا په ایالتي سیاست کې هم مخکښه سابقه لرله.
نوموړې لومړنۍ مسلمانه ښځه او لومړنۍ افغانتوکمې وګړې وه چې د دغه ایالت قانونجوړونکي مجلس ته یې لار موندلې وه.
وهاب په نیویارک ښار کې په افغانستان پورې تړلې یوې کډوالې کورنۍ کې زیږېدلې او په وروستیو کلونو کې یې د کالیفورنیا په سیاسي ډګر کې فعالیت کړی دی.
د هغې وروستۍ بریا د امریکا په فدرالي سیاست کې د افغانتوکمې ټولنې لپاره یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه بلل کېږي.

