بلغاریا د ۳۵ افغان کډوالو له نیولو خبر ورکړ

بلغاریايي رسنیو راپور ورکړی چې سرحدي پولیسو یې د مالکو ترنوو په سیمه کې ۳۵ بې‌اسناده افغان کډوال له یوه مسافر وړونکي موټر څخه نیولي دي.

د بلغاریا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د اګست پر ۱۸مه نیول شوي او د موټر ۲۲ کلن چلوونکی، چې د شمالي مقدونیې تبعه دی، هم له دوی سره یوځای نیول شوی دی.

د بلغاریا کورنیو چارو وزارت ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې عملیات زیات کړي دي.

د چارواکو په وینا، د اګست په لومړیو کې هم ۲۰ بې‌اسناده کډوال او یو موټرچلوونکی د بورګاس ښار ته څېرمه نیول شوي وو، په داسې حال کې چې د جون په نیمایي کې ۳۲ کډوال او یو لارښود په پودا سیمه کې نیول شوي وو.

د بلغاریا سرحدي پولیسو ویلي، د نویو مقرراتو له مخې، بې‌اسناده کډوال په بهرنیو سرحدونو کې تر اوو ورځو پورې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي او وروسته د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ترکیه کې هم یو شمېر افغان کډوال، چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي، نیول شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا