حقاني: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ ملي یووالی دې پیاوړی شي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، افغانان د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي، ورورولۍ او ملي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
نوموړي له قومي مشرانو او د بامیان له سیمهییزو چارواکو سره په لیدنه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او ټینګار یې کړی چې د هېواد امنیت او ثبات ساتل د حکومت او ولس ګډ مسؤولیت دی.
حقاني زیاته کړې، په تېرو وختونو کې د قوم، سیمې او ژبې پر بنسټ اختلافونه رامنځته شوي، خو اوس افغانان هڅه کوي ملي یووالی، ورورولي او همبستګي لا پیاوړې کړي.

