شمالي کوریا اوسمهال نږدې ۱۲۰ اټومي سرګلولې لري

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، د خصوصي څېړنیزو بنسټونو د ارزونو له مخې، شمالي کوریا ښايي اوس مهال له ۸۰ تر ۱۲۰ اټومي سرګلولې ولري.
د جنوبي کوریا دفاع وزیر پارلمان ته ویلي، شمالي کوریا خپلې اټومي زېرمې پراخې کړې او د اټومي سرګلولو شمېر یې زیات شوی دی.
نوموړي ویلي، د دې وسلو دقیق شمېر معلومول ستونزمن دي، خو ځینو خصوصي څېړنیزو بنسټونو په دې اړه ارزونې ترسره کړې دي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کړی و چې شمالي کوریا شاوخوا ۷۵ اټومي سرګلولې لري؛ خو تازه ارزونې ښيي چې ښايي شمېر یې تر دې لوړ وي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون څو ځله خبرداری ورکړی چې پر هېواد یې د برید په صورت کې به اټومي وسلې وکاروي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر اټومي کارپوهانو اټکل کړی و چې د شمالي کوریا اټومي سرګلولې له ۱۰۰ اوښتې دي.

