د سوک‌وهنې پخوانی نړیوال اتل زولاني ټیټي په خپل کور کې ووژل شو

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې د سوک‌وهنې پخوانی نړۍوال اتل زولاني ټیټي د سویلي افریقا په ختیځ کېپ ولایت کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

د سویلي افریقا چارواکو ویلي، له ۳۸ کلن ټیټي سره یوه ۲۷ کلنه ښځه هم په ډزو کې ټپي شوې او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

ټیټي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۸ کال پورې د «WBF» سازمان د فلای‌وېټ وزن په کټګورۍ کې نړۍوال اتل و.

نوموړي په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې د نړۍوال سوک‌وهنې سازمان «WBO» د بنټم‌وېټ وزن اتلولي هم ګټلې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا