د امریکا او کاناډا سوداګریزې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې؛ کړکېچ زیات شو

سره له دې چې کاناډا او امریکا هڅه کوله د سوداګریزو اختلافونو د هواري لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي، د دواړو هېوادونو خبرې د جمعې شپې په وروستیو کې پرته له هوکړې پای ته ورسېدې.

له دې سره د شمالي امریکا سوداګریز کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، دواړه هېوادونه ونه توانېدل داسې هوکړه وکړي چې د دوی موخې پکې پوره شي.

نوموړي د خبرو د ځنډولو پرېکړه کړې او کاناډايي مذاکره کوونکو ته یې د اوټاوا ته د ستنېدو لارښوونه کړې ده.

د امریکا له لوري پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو ارزښت لرونکو کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفه عملي شوې ده.

کارني ویلي، کاناډا به هم د خپلو کارکوونکو او سوداګریزو شرکتونو د ساتنې لپاره د دغو تعرفو په ځواب کې په ورته کچه تعرفې ولګوي.

دواړو هېوادونو تر دې وړاندې تمه لرله چې د ټاکل شوې وروستۍ نېټې تر رسېدو مخکې به یوې هوکړې ته ورسېږي او پر کاناډايي توکو د لوړو امریکايي تعرفو مخه به ونیول شي؛ خو خبرې بې پایلې پاتې شوې.

امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مارک کارني او د دواړو هېوادونو لوړپوړو سوداګریزو چارواکو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د سوداګریزو اختلافونو د هواري لپاره پرله‌پسې خبرې کړې وې.

دا هڅې وروسته له هغې هم روانې وې چې ټرمپ د تعرفو د پلي کېدو لپاره درې ورځې اضافي مهلت ټاکلی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا