پزشکیان: هېڅ ځواک ایران ملت تسلیمېدو ته نه شي اړ کولی

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ملي یووالي او پیوستون پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، هېڅ ځواک نه شي کولای د ایران ملت تسلیمېدو ته اړ کړي.

پزشکیان د دولت وزیرانو له پلاوي سره د امام خمیني له ارمانونو سره د ژمنې نوي کولو په مراسمو کې ویلي، حکومت له پیله له جګړې، بندیزونو، اقتصادي او امنیتي فشارونو، د اوبو، برېښنا، ګاز، تېلو او بانکي برخو له ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه زیاته کړې، د ایران پر وړاندې د فشارونو موخه د نظام کمزوري کول وو، خو د نوموړي په وینا، د خلکو مقاومت او ملي پیوستون دغه هڅې شنډې کړې دي.

پزشکیان ویلي، هېواد یې له اقتصادي، پوځي او امنیتي فشارونو سره مخ دی او حکومت هڅه کوي، د خلکو د ژوند ستونزې، انفلاسیون او اقتصادي مشکلات راکم کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د موجودو ننګونو د مدیریت لپاره ملي یووالی، همغږي، د کارپوهانو پر بنسټ پرېکړې او د ټولو ادارو همکاري اړینه ده.

هغه د خلکو او وسله‌والو ځواکونو له همکارۍ او مقاومت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د ټولو ادارو او بنسټونو ورځني او شپني هڅو ته اړتیا ده.

پزشکیان په پای کې ویلي، د اختلافونو او وېش رامنځته کولو هڅې باید د ملي یووالي، پیوستون او همغږۍ له لارې شنډې شي او د هېواد ټولې برخې باید د ستونزو د هواري لپاره ګډ کار وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا