بلوچستان کې د سړک غاړې بم چاودنې ۹ پاکستاني سرتېري ووژل

د پاکستان بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي بم چاودنې له امله ۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې د پاکستاني سرتېرو موټر له سیمې تېرېده.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او د برید د عاملانو او څرنګوالي په اړه نور جزیات هم نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا