د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر سبا تهران ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر به سبا، دوشنبه، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره به پر دوه‌اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې وکړي.

بقايي ویلي، عاصم منیر به د وږي پر دویمه تهران ته ولاړ شي. د نوموړي په وینا، د سفر موخه د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره د اسلام‌اباد د هڅو دوام دی.

د پاکستان پوځ مشر به په تهران کې له یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو سره وګوري او د سیمې پر وروستیو تحولاتو، دوه‌اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر پراختیا به خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تهران او اسلام‌اباد په وروستیو ورځو کې د سیمه‌ییزو تحولاتو او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم د شنبې په ورځ له عاصم منیر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.

دواړو لورو په دې خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو او په لوېدیځه اسیا کې د سولې، ثبات او امنیت پر پیاوړتیا بحث کړی و.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر سیدمحسن نقوي هم په خپل وروستي سفر کې تهران ته تللی او له عراقچي سره یې لیدلي وو.

پاکستان هڅه کوي د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو په تړاو د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي او تمه ده چې د عاصم منیر سفر تهران ته د دې بهیر او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه د مستقیمو خبرو زمینه هم برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا