عراقچي د ایران پر ضد د امریکا اقتصادي طرحه مسخره وبلله

عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې د امریکا نوې بندیزي بسته د واشنګټن د پخوانیو سیاستونو دوام دی او په کې کوم نوی اقدام نه ترسترګو کېږي.
عراقچي هغه بسته چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ اعلان شي، له یوه «تکراري فلم» سره تشبیه کړې چې څو ځله وړاندې هم خپور شوی او ټول یې له محتوا سره بلد دي.
نوموړي ویلي، دا د «تکراري سناریو» دوام دی چې د بارک اوباما، د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې او جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د «اعظمي فشار» او «فلج کوونکو بندیزونو» په نوم عملي شوی و.
هغه ټینګار کړی چې د ټرمپ په دویمه دوره کې د امریکا تګلاره هم د پخوانیو حکومتونو له سیاستونو سره د پام وړ توپیر نه لري.
د عراقچي څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې واشنګټن پر ایران د یوه پراخ اقتصادي اقدام د پیل خبر ورکړی. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت دغه اقدام «اقتصادي ډيډي» بللی دی.
عراقچي ویلي، ایران اسلامي جمهوریت له دغو اقداماتو سره د مقابلې لپاره لازمې تجربې او لارې لري او د بندیزونو په اړه به خپل ثابت دریځ وساتي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د نویو بندیزونو اعلان د تهران په دریځ کې بدلون نه شي راوستلای او ایران به د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره لازم تصمیمونه ونیسي.

