عاصم منیر په تهران کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وکتل؛ د هرمز تنګي د پرانیستلو هڅې وشوې

د پاکستان پوځ ویلي، د دغه هېواد پوځ مشر عاصم منیر د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ملتیا تهران ته د یوه ورځني سفر پر مهال د اسلامي جمهوریت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې کړې دي.
د پاکستان پوځ په هغه اعلامیه کې چې دوشنبې ماښام، د اګست ۲۴مه، پر اېکس خپره کړې، ویلي چې د سفر موخه د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله رامنځته شوي بنبست ماتولو، د کړکېچ د پراخېدو مخنیوي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د خبرو له لارې د یوه دوامدار حل موندلو په برخه کې هڅې وې.
عاصم منیر په تهران کې له ولسمشر مسعود پزشکیان، د ملي امنیت عالي شورا له منشي محسن رضايي، د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف، د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مؤمني سره جلا لیدنې کړې دي.
د پاکستان پوځ د دغو لیدنو د پایلو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

