امریکا د داعش خراسان د مشرانو په اړه تر ۱۰ میلیونه ډالرو انعام ټاکلی

د امریکا حکومت د داعش خراسان ډلې د یو شمېر مهمو مشرانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د څو میلیونو ډالرو په کچه انعامونه ټاکلي چې تر ټولو لوړه اندازه یې ۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه انعامونه هغو معلوماتو ته ځانګړي شوي چې د یادو کسانو په پېژندلو، د هغوی د ځای موندلو یا نیولو کې اغېزمن تمام شي.

د امریکا د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د معلوماتو له مخې، د داعش خراسان ډلې د مشرانو په اړه د پام وړ مالي انعامونه اعلان شوي دي.

د ثناءالله غفاري، چې په «شهاب المهاجر» هم مشهور دی، په اړه تر اته میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی.

دا انعام هغو معلوماتو ته ورکول کېږي چې د هغه په پېژندلو یا نیولو کې مرسته وکړي.

همداراز، د عبیدالله په اړه تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی.

د یاد پروګرام په خبرتیا کې عبیدالله د داعش خراسان ډلې د مالي چارو مسوول او له لوړپوړو قوماندانانو څخه بلل شوی دی.

د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د هغو کسانو او شبکو په اړه د معلوماتو په بدل کې مالي انعامونه وړاندې کوي چې د امریکا حکومت یې امنیتي ګواښ ګڼي.

د پروګرام له مخې، د انعام اندازه د معلوماتو له ارزښت او هغې پایلې سره تړاو لري چې معلومات یې رامنځته کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا