د امریکا د سي‌آی‌اې مشر ناڅاپي مسکو ته تللی

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌آی‌اې) مشر جان راتکلیف د سې‌شنبې په ورځ مسکو ته تللی، څو له روسي چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.

دغه ناڅاپي سفر د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو او د سیمې د روانو کړکېچونو په تړاو د پام وړ بلل شوی دی.

دا له ۲۰۲۱ کال نومبر راهیسې مسکو ته د یوه لوړپوړي امریکايي استخباراتي چارواکي لومړنی پېژندل شوی سفر دی.

هغه مهال د راتکلیف مخکیني، ویلیام برنز، له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.

سي‌آی‌اې تر اوسه د راتکلیف سفر په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم سفر نه دی تایید کړی؛ خو ویلي یې دي چې پوتین له راتکلیف سره د لیدنې کوم پلان نه لري.

د احتمالي خبرو موضوع او د روسي لوري د ګډون کوونکو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.

راپورونه ښيي چې امریکا تېره اوونۍ له اوکراین غوښتي وو څو د دوشنبې، سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو د مسکو، سن‌پترزبورګ او د روسیې په ځینو شمالي سیمو کې له هوايي بریدونو ډډه وکړي.

ویل شوي، د دې غوښتنې یوه موخه مسکو ته د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د لېږدوونکې الوتکې د سفر خوندیتوب و.

د راتکلیف سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د روسیې او ایران ترمنځ ستراتېژیکې اړیکې او له لوېدیځ سره د دواړو هېوادونو تعاملات هم د نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

مسکو او تهران په پوځي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو برخو کې نږدې همکاري لري.

روسیې تر دې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ څرګند کړی و.

په همدې حال کې، د راتکلیف سفر د روسیې، اوکراین او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو په تړاو د احتمالي ډیپلوماتیکو هڅو د دوام په توګه هم ارزول کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا