مجاهد: اسلامي هېوادونه به د خپلو شرایطو او ګټو له مخې د رسمیت پېژندنې پرېکړه کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي هېوادونه به له اسلامي امارت سره د رسمي رسمیت پېژندنې په اړه د خپلو شرایطو او ملي ګټو له مخې پرېکړه کوي.

مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره عادي رسمي اړیکې لري او د دواړو لورو سفارتونه هم فعال دي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت له یادو هېوادونو سره له وړاندې رسمي تعاملات لري، خو دا چې هغوی تر اوسه د رسمیت پېژندنې رسمي اعلان نه دی کړی، خپله پرېکړه او موضوع یې ده.

مجاهد ټینګار کړی چې د اسلامي امارت رسمي رسمیت پېژندنه د هر هېواد خپلواک تصمیم دی او یاد هېوادونه به دغه پرېکړه خپلو شرایطو او ګټو ته په پام کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا