کندوز او بدخشان کې ۱۱۳ کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي دي

کورنیو چارو وزارت په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د ۱۱۳ کیلوګرامه نشهيي توکو له کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
وزارت په اېکسپاڼه کې ویلي، د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې ۷۴ کیلوګرامه او د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې ۳۹ کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه توکي د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري کشف او ضبط شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به یاد کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې به د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه روانه وي او هېچا ته به د دغو توکو د تولید، استعمال، قاچاق او پلور اجازه ورنه کړل شي.

