سالنګ کې د کرولا موټر چپه کېدو پېښه؛ ۲ کسان مړه او ۳ ټپیان شوي

د پروان امنیه قومانداني وايي، د سالنګ پر لویه لاره د یوه کرولا موټر چپه کېدو په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د «قبر کلینر» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ۲۰۰۰ ماډل کرولا موټر له شماله کابل ته روان و، خو له سړک څخه منحرف او چپه شو.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ترافیکي مسوولین سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړي دي.

چارواکو ویلي، د موټر سپرلۍ د تخار، بغلان او هلمند ولایتونو اوسېدونکي وو.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي د پېښې لامل بلل شوې او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا