پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا پروژه بشپړه شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د پکتیا ولایت مرکز او زرمت ولسوالۍ اړوند په یو شمېر کلیو کې د نهه توزیعي ټرانسفارمرونو پروژه بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، پروژه د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت په چوڼۍ، شیخان، ډنډ غاړه، عبدالله‌کلا او فقیرخاک کلیو کې پلې شوې ده.

په پروژه کې ۵۷۵ کانکریټي پایې، د ۲۰ کیلوولټ او ۴۰۰ ولټه شبکې ۶۵ کیلومتره مزي او نهه توزیعي ټرانسفارمرونه شامل دي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست په وینا، له دې پروژې سره ۱۰۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتنه کړې چې ورته پراختیايي پروژو ته هم پاملرنه زیاته کړي.

دا پروژه په داسې حال کې بشپړېږي چې د هېواد یو شمېر لرې پرتې سیمې لا هم له برېښنا بې‌برخې دي او اوسېدونکي یې د برېښنا شبکو د پراختیا غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا