ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ملیسا فلمینګ په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

فلمینګ ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو کمېدو له امله له ۱۰۰ ډېر د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه تړل شوي دي.

د نوموړې په وینا، له یاد شمېر ماشومانو شاوخوا یو میلیون یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو استازې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره بشري مرستې زیاتې کړي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو او یونیسف په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی و.

بېوزلي او لومړنیو خوړو ته محدود لاسرسی د ماشومانو د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا