مجاهد: دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نه لغوه کېږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لغوه کېږي.

مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د سیاسي علومو برخې پیاوړتیا ته پاملرنه کړې او په دولتي پوهنتونونو کې دغه برخه تر پخوا پیاوړې شوې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې د دې څانګې د درولو موضوع یوازې هغو ځینو خصوصي پوهنتونونو پورې اړه لري چې د تدریس لازم ظرفیت نه لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو څانګې تړل کېږي او ورته پرېکړه پر ځینو خصوصي پوهنتونونو هم عملي شوې ده.

خو مجاهد دغه راپورونه رد کړي او په دې اړه راپورته شوې اندېښنې یې بې‌ځایه بللې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې په دولتي پوهنتونونو کې د سیاسي علومو برخې د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم یو شمېر چارواکو د پوهنتونونو پر معیاري کېدو او د لوړو زده‌کړو د کیفیت پر لوړولو ټینګار کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا