بدخشان کې د موټرسایکل چپه کېدو پېښه؛ یو کس مړ شوی دی

د بدخشان شکي ولسوالۍ اړوند «شیرینظمدره» کلي پر سړک نن یکشنبه سهار یو موټرسایکل له سړک څخه منحرف شوی، چې په پایله کې یې چلوونکی ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، پېښه سهار مهال رامنځته شوې او موټرسایکل چلوونکی په کې مړ شوی دی.

