اڅکزی: افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه ارزول شي

محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او په پاکستان کې د اپوزیسیون مشر، ویلي چې افغانستان په سیمهییزو ناستو کې کافي حضور او استازیتوب نه لري او دغه هېواد تر ډېره له امنیتي زاویې ارزول کېږي.
اڅکزي د یکشنبې په ورځ په کوټه کې د درېورځنۍ جرګې پرانیستې ته وویل، افغانان باید د خپل هېواد اړوند سیمهییزو بحثونو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې، لا ډېر حضور ولري.
نوموړي زیاته کړه، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نه لري، بلکې د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د لویو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو اغېز هم باید په پام کې ونیول شي.
اڅکزي وویل، هغه قدرتونه او نیابتي ډلې چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل وو، د دغه هېواد د ویجاړۍ تاریخي مسؤلیت لري.

