سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکا پر وتلو خوښ نه وم؛ د هوايي ډګر چاودنې مې ملا ماته کړه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستي قوماندان سکاټ مېلر په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته رسېدو ته خوښ نه و.
مېلر د خپلو افغان همکارانو په اړه ویلي، داسې احساس یې کاوه چې له افغانستانه په وتلو سره یې له هغوی سره خیانت کړی دی.
نوموړي د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د تخلیې پر مهال شوې چاودنې ته په اشارې ویلي، دغه پېښه یې «ملا ماته کړې» او هغه مهال یې د بېوسۍ احساس کړی و.
سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومانداني د ۲۰۲۱ کال په جولای کې پای ته ورسوله.

